د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس محترم مولوي نیاز محمد عابد د لارښوونې پر بنسټ، د علی آباد ولسوالۍ د مدرسه، تپه قندهاری او حاجی حسین سیمو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه.
ځینو فرصتطلبو کسانو دغه ځمکې په ناقانونه توګه نیولې وې او د ودانیو د جوړولو نیت یې درلود، خو د کرنیزو خدمتونو د مدیریت کارکوونکو او امنیتي ارګانونو په ګډ اقدام سره د دې بهیر مخه ونیول شوه. همدارنګه جوړ شوي دېوالونه ونړول شول او سرغړوونکو ته خبرداری ورکړل شو، څو له ورته کړنو څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د امارتي ځمکو او طبیعي سرچینو ساتنه د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه ده، او د ځمکو له هر ډول غصب او د عامه سرچینو له ناقانونه استفادې سره به قانوني چلند وشي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په کندز ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د طبیعي سرچینو د غوره مدیریت لپاره هڅې لا هم روانې دي
#کندز #علي_اباد #امارتي_ځمکې #غصب_مخنیوی #قانون #امنیت #عامه_شتمنۍ
