د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو او محصولاتو ۳۴م نندارتون نندارتون او د دهقان مېله چې په کابل کې جوړ شوی و، نن پای ته ورسېد. په دې نندارتون کې د کورنیو شرکتونو ترمنځ د شاوخوا ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت لسګونه هوکړه لیکونه لاسلیک شول. مسوولین وایي، دغه تړونونه د تازه او وچو مېوو، کیمیاوي سرو او خوراکي توکو په برخه کې شوي دي. د یاد نندارتون موخه د کرنې او مالدارۍ سکټور پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو ملاتړ بلل شوی. کرنې وزارت وایي، هڅه کېږي په راتلونکي کې د بزګرانو د تولیداتو ملاتړ لپاره لا زیات د بازارموندنې فرصتونه برابر شي.
#کرنه #کابل #نندارتون #دهقان_مېله #اقتصاد #کورني_تولیدات #بازارموندنه
