د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې په روسیه کې یې له مهمو برېښنايي او تخنیکي کمپنیو سره د انرژۍ سکټور د پراختیا او همکارۍ په اړه نوې هوکړې کړې دي. د یاد شرکت رهبري پلاوي د رسمي سفر پر مهال له روسي استازو سره لیدلي او د پانګونې، تخنیکي روزنې او برېښنا شبکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي. روسي کمپنیو چمتووالی ښودلی چې له افغانستان سره د برېښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او د انرژۍ اړوند نورو برخو کې همکاري وکړي. خبرپاڼه زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د روسي کمپنیو تخنیکي ټیمونه افغانستان ته سفر وکړي، او د دواړو لورو تخنیکي ډلې به د برېښنا اړوند پروژو د عملي کولو لپاره ګډ کار پیل کړي.

#برېښنا #افغانستان #روسیه #انرژي #پانګونه #تخنیکي_همکاري #شبکې_پراختیا

Share.