د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، ټاکل شوې چې سبا د دوشنبې په ورځ د جوزجان ولایت د «یتیم تاق» د سمنټو سترې فابریکې عملي چارې رسماً پیل شي. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه پروژه د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې پلې کېږي. د معلوماتو له مخې، دا فابریکه به هره ورځ د شاوخوا ۳ زره ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري. ویل کېږي چې د دې فابریکې په جوړېدو سره به ۵ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. چارواکي دا پروژه د هېواد د صنعتي ودې او د کورني تولید د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بولي.

#جوزجان #سمنټو_فابریکه #یتیم_تاق #پانګونه #صنعتي_وده #کارموندنه #کورنی_تولید

Share.