په هرات ولایت کې له عامو خلکو راټول شوي ۳۶ ډوله بېلابېل مرغان طبیعت ته خوشې شول. د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د اړیکو او عامه پوهاوي مدیر حامد الهام ویلي چې په خوشې شویو مرغانو کې ۱۵ زرکې، ۸ میناوې، ۱۲ جل مرغان او یو شاهین شامل دي. نوموړي ویلي، چې دا اقدام د ژوو د بېلابېلو نسلونو د ساتنې او د وحشي ژوو د ناقانونه ښکار او ساتنې د مخنیوي په موخه ترسره شوی دی. مسوولینو ټینګار کړی چې د مرغانو د راټولولو بهیر به دوام ولري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
#هرات #مرغان #طبیعت #چاپېریال_ساتنه #وحشي_ژوي #غیرقانوني_ښکار #ژوو_ساتنه
