په کندز ولایت کې د امر با/لمعر.وف، نهی/ عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست
د مسوولینو په وینا، یاده ښځه د خپل خاوند له لوري له کلونو راهیسې تر سختو محدودیتونو او فشارونو لاندې وه، چې د شکایت تر ثبت وروسته موضوع وڅېړل شوه او خاوند یې ادارې ته راوغوښتل شو
چارواکي وایي، د دواړو لورو تر خبرو وروسته موضوع په مصالحه حل شوه او خاوند ژمنه وکړه چې له خپلې مېرمنې سره به د اسلامي او انساني اصولو مطابق چلند کوي
مسؤلین زیاتوي، چې تېرې اونۍ هم یوه بله ښځه له لس کلن ظ/لم څخه ژغورل شوې وه، او دوی به د کورنیو ستونزو د حل او د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅو ته دوام ورکړي .
#کندز #کورنی_تاوتریخوالی #ښځو_حقونه #مصالحه #ټولنیزې_ستونزې #عدالت #افغانستان
