د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره په یوه میاشت کې د هرات-خواف ریل پټلۍ له لارې له ۱۰۰زره ټنو زیات توکي لېږدول شوي دي. د افغانستان د رېل پټلۍ د پراختیا د کنسرسیوم مسوول ضیاءالحق رحماني، د هرات له والي شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار سره په لیدنه کې د انتقالاتو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. رحماني زیاته کړې چې د انتقالاتو د کچې زیاتوالی د هرات د ځایي ادارې د پرله‌پسې هڅو پایله ده، او ډاډ یې ورکړی چې د شته خنډونو د له منځه وړلو لپاره هڅې روانې دي څو له دې لارې انتقالات نور هم زیات شي. بلخوا، د هرات والي هم په دې لیدنه کې د رېلي انتقالاتو وروستیو لاسته راوړنو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې یوازې په یوه میاشت کې د روزنک له سټېشن څخه ۱۱۱ زره ټنه توکي لېږدول شوي دي. هغه دا پرمختګ د ټرانزېټ په برخه کې مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی چې د تخنیکي ستونزو له حل کېدو سره به د انتقالاتو کچه په میاشت کې تر ۲۵۰ زره ټنو پورې لوړ شي.

#هرات #ریل_پټلۍ #ترانسپورت #اقتصاد #افغانستان #ټرانزیټ #پرمختګ #سوداګري

Share.