د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، چې د سمنګانو ولایت د شباشک ډبرو سکرو له کان څخه هره ورځ ۲۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي. یاد شرکت ویلي، چې د دغه کان د زېرمو د پلور تړون یې له دوو پانګهوالو سره لاسلیک کړی دی. مسوولین وايي، چې په دغه کان کې ۱۵۰ کسان په کار بوخت دي او د نورو کلونو پرتله یې په تولید کې زیاتوالی راغلی. دوی زیاتوي، د یاد کان د سکرو حرارت تر ۶۵۰۰ پورې رسېږي چې د کیفیت له اړخه هم پیاوړي دي. د دغه ډبرو سکرو د کان تخنیکي برخې کارکوونکي وايي، ورځنی تولید یې تر ۲۰۰ ټنه اوړي او چمتو دي چې د بازار هره اندازه تقاضا پوره کړي.
#سمنګان #ډبروسکاره #کان_کیندنه #اقتصاد #افغانستان #تولید #پرمختګ #پانګونه
