د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د واخان دهلېز د سړک جوړولو د پروژې د لومړي فاز چارې ۶۰ سلنه او د دویم فاز ۷۴ سلنه بشپړې شوې دي. د یادې پروژې لومړی فاز د بدخشان د بروغیل له سرحده تر یمګان پورې غځېدلی، او دویم فاز له یمګان څخه د چین تر پولې پورې رسېږي، چې دواړه برخې د هېواد له مهمو زیربنایي پروژو څخه ګڼل کېږي. چارواکي وایي، د دې سړک په جوړېدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمهییز اتصال نوې لارې پرانېستل شي.
#افغانستان #بدخشان #واخان #زیربنا #سړک_جوړونه #چین #ترانزیټ #اقتصادي_پراختیا
