د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹ تر ۲۵ پورې شاوخوا ۱۲ زره افغانان له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یادې ادارې په وینا، ډېری راستنېدونکي ښځې او ماشومان دي او د هغوی لهمنځه ۵۷ سلنې یې تر ۱۸ کلونو کم عمره دي او ۳۹ سلنې کورنۍ د ښځو له لوري اداره کیږي او مشري یې ښځې کوي. همداراز ویل شوي چې شاوخوا ۸۲ سلنه هغه کسان چې مرستې ترلاسه کوي، ښځې او ماشومان دي.
#افغانستان #کډوال #UNHCR #بیرته_راستنیدل #پاکستان #ایران #انساني_مرستې #ماشومان #ښځې
