‏​د‌ کندز ولايت  د امرب االمعر.وف او نهي عن المنکر رياست د رئیس مولوي نجیب الله غفوري په مشرۍ، د ا.ا د مشرتابه د ۱۷ ګڼې فرمان د تطبیق او د ټولنیزو ناوړه رواجونو د مخنیوي په تړاو له علماء کرامو سره ګډه ناسته ترسره شوه.

‏​په‌ دې راټولېدنه کې د  ا. ا د مشرتابه ۱۷ ګڼې فرمان ګډونوالو ته ابلاغ شو، چې پکې پر لوړ مهر، په ودونو او فاتحو کې پر بې ځایه لګښتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال پر ناسمو رواجونو د بندیز ټینګار شوی دی.

‏​همدارنګه په ناسته کې اړوندو مسوولينو وویل شول چې مهر د ښځې شرعي حق دی او په نکاح پورې اړوندو چارو کې باید له نبوي سنتو پیروي وشي.

‏​

‏​په پای کې، علمايي کرامو د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په له منځه وړلو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او دا ګام یې د ټولنې د اصلاح لپاره اړین وباله.

#کندز #امر_بالمعروف #علما #ټولنیز_اصلاح #فرمان #ناسم_رواجونه #افغانستان #نکاح #لګښتونه

Share.