د کندز والي مولوي نصرالله مطیع د سپين زر ا.ما.رتي شرکت په ملکیت کې د روانو پراختیايي او لوړپوړیزو ودانیو پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې د زرګرۍ، صرافۍ، سیمسارۍ او خوراکي توکو د دوکانونو جوړېدو او همدارنګه د ولي چوک څخه د چهاردرې ولسوالۍ دوه‌لارې پورې د ۴۰ متره سړک د دوهم قیر اچونې چارې وکتل شوې.

ښاغلي والي د پروژو له مسؤلینو او انجنیرانو سره په لیدنه کې د کار پر کیفیت او معیاري تطبیق ټینګار وکړ او یادې پروژې یې د ښاري پراختیا او د کندز د آبادۍ لپاره مهمې وبللې. نوموړي د ولایتي ادارې د ملاتړ ډاډ هم څرګند کړ.

په دې څارنه کې د شرکت تولیدي څانګې هم وکتل شوې چې پکې د کاغذي دستمال، غوړیو او حیواني خوراکي توکو ماشینونه او شنې ساحې شاملې وې.

#کندز #پراختیا #سپين_زر #ښاري_پرمختګ #سړکونه #اقتصاد #زیربنا

Share.