د کندز ولایت ښاروال، قاري ګلنبي انس، د څو انکشافي پروژو د څارنې پر مهال د دې ادارې په مهمو پروژو کې د بېکیفیته کارونو د دوام مخه ونیوله. په دغو پروژو کې د کندز ښاروالۍ د سوداګریز او استوګنیز مارکېټ جوړول، د قومندانۍ له نوي سړک څخه تر غازي څلورلارې پورې د لارې هوارول او د پلچکونو جوړول، او همدارنګه د ازادۍ سړک پر غاړه د ناولو اوبو ویالو جوړول او د پیادهروګانو موزاییککاري شامل دي.
د دقیقې څارنې پر بنسټ، د دغو پروژو هغه برخې چې تخنیکي ستونزې یې لرلې، ونړول شوې څو د ساختماني معیارونو سره سم بېرته ورغول شي. د کندز ښاروال د دغو نیمګړتیاوو لامل د قراردادي شرکتونو بېغوري وبلله او ټینګار یې وکړ چې ټولې پروژې باید د ټاکل شوو معیارونو او تخنیکي اسنادو له مخې پلي شي.
د کندز ښاروال خبرداری ورکړ چې که تخنیکي معیارونه او ټاکلی مهالوېش مراعت نه شي، نو د سرغړوونکو شرکتونو پر وړاندې به قانوني اقدامات وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندز ښاروالۍ د مشرتابه له لوري د پروژو د څارنې او کنټرول بهیر په دوامداره توګه روان دی او هېچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د بیتالمال شتمني ضایع کړي.
#کندز #ښاروالۍ #انکشافي_پروژې #کیفیت #نظارت #قانون #افغانستان
