د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، چې د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې په چټکۍ پیل شوې او ډېر ژر به بشپړې شي. د یاد شرکت ویاند نبي‌الله ارغندیوال ویلي، چې د دغه کانال د سربند کارونه ۹۱.۸ سلنه بشپړ شوي دي. د هغه په وینا، د کانال په مسیر کې د ۲۸ پلونو او د اوبو د مدیریت اړوند تاسیساتو جوړول هم په چټکۍ روان دي او ډېر ژر به بشپړ شي.

#افغانستان #قوش_تپه #کانال #پراختیا #اوبه #بنسټیزې_پروژې #خبر_کوتاه

Share.