عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په هېواد کې ۱۱ زره او ۲۶۰ کسان په تلاسیمیا ناروغۍ اخته دي، چې له ډلې یې ۵ زره او ۱۳۷ نارینه او ۶ زره او ۱۳۲ ښځې دي. د یاد وزارت په وینا، یوازې په کابل کې ۱۵۰۰ ناروغان ثبت شوي او تېر کال ۱۸۷ نوې پېښې هم ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، هڅه کوي د درملنې خدمات پراخ کړي او په دې برخه کې یې له نړۍوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده. روغتیاپالان بیا د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره له نږدې خپلوانو سره د ودونو د مخنیوي او طبي معایناتو سپارښتنه کوي.

#تلاسیمیا #عامې_روغتیا #افغانستان #روغتیا #کابل #ناروغان #طبي_معاینات

Share.