د افغانستان او د قرهقالپاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول. دغه تړونونه تېره شپه په کابل کې د تجارتي تواصل او سوداګریزو غونډو کنفرانس په پای کې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرهقالپاقستان د عالي مجلس د رییس امان بای اورینبایوف په حضور کې لاسلیک شول. د چارواکو په وینا، یاد تړونونه د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ له هر اړخیزو خبرو او بحثونو وروسته لاسلیک شوي دي. په دغو هوکړو کې د اوړو فابریکې جوړول، د اوړو، سمنټو، غوړیو او مکروني واردات، او همداراز د افغانستان د مڼو، انارو، کچالو او زیرې صادرات شامل دي.
#افغانستان #قرهقالپاقستان #سوداګري #اقتصاد #تړونونه #صادرات #واردات #کابل #خصوصي_سکټور
