د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس محترم مولوي نیاز محمد عابد د هدایت پر بنسټ، د چهاردرې ولسوالی په مربوطاتو کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی ترسره شو.
دا اقدام د چهاردرې ولسوالۍ د گل باغ په سیمې کې، د کرنې خدماتو د مدیریت کارمندانو له خوا، د امنیتي ارګانونو سره په نږدې همغږۍ، په جدي او مؤثر ډول عملي شو.
ځینو استفادهکوونکو هڅه کوله چې پر امارتي ځمکو په غیرقانوني ډول استوګنیزې ودانۍ جوړې کړي، خو پر وخت وپېژندل شول او د هغوی د غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیول شوه.
د یادونې وړ ده چې امارتي ځمکې عامه ملکیت دی او د هغو ساتنه او حفاظت د ټولو دولتي ادارو ګډ مسئولیت دی. همدارنګه له ټولو ځایي اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي چې د ځمکو د غصب په مخنیوي کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي او له هر ډول غیرقانوني تصرف څخه ډډه وکړي.
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یو ځل بیا د دغو اقداماتو پر دوام ټینګار کوي او ډاډ ورکوي چې په راتلونکې کې به هم د امارتي ځمکو جدي ساتنه ترسره شي.
