د سمنګان ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۷ پراختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د پروګرامونو د تطبیق امر مولوي عبدالرحیم قاسم ویلي، دغه پروژې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د حضرت سلطان ولسوالۍ په عليخېل، سنګرخېل، غزنيګګ، قرچهبلاغ، اسیاباد، گاودرې او اوملي کلیو کې پلې شوې دي.
#سمنګان #پراختیایي_پروژې #حضرت_سلطان #کلیو_پراختیا #افغانستان #بیارغونه
