د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اطفایې مدیریت کارکوونکو د خانآباد ولسوالۍ له امنیتي پولیسو سره په ګډه د لرګیو په یوه سرای کې رامنځته شوې اورلګېدنه پر وخت مهار کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه اور د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوی و، خو د اطفایې ځواکونو او امنیتي پولیسو د چټک او پر وخت اقدام له امله د اور د پراخېدو او لا زیاتو مالي زیانونو مخه ونیول شوه.
مسئولین وایي، په دې پېښه کې ځاني تلفات نه دي اوښتي، خو شاوخوا څلور میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی. همدارنګه د اطفایې ځواکونو د هڅو په پایله کې نږدې پنځلس میلیونه افغانۍ په ارزښت توکي او وسایل له سوځېدو ژغورل شوي دي.
#کندز #خان_آباد #اورلګېدنه #اطفایه #امنیت #افغانستان #Kunduz #FireIncident #Police
