د بغلان ولایت د مرکزي ولسوالۍ د چمقلعې په سیمه کې د شاوخوا دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د وریجو د پروسس یوې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست یو مسوول محمد نعیم ویلي، چې دغه فابریکه د مبارز برکتزي کورني شرکت له لوري جوړېږي او له بشپړېدو وروسته به سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغې فابریکې د جوړېدو موخه د کورنیو وریجو پروسس او د هغو د تولیداتو د ارزښت زیاتول دي.
#بغلان #فابریکه #وریجې #پانګونه #اقتصاد #کارموندنه #افغانستان
