ټولګټو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان له خاورې د ټرانسپورټي نویو لارو او دهلېزونو جوړېدل کولی شي منځنۍ اسیا د سویلي اسیا او نړۍوالو بازارونو سره ونښلوي. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي چې د کورنیو اوسپنیزو پټلیو پراختیا او د نویو ترانزیټي دهلېزونو رامنځته کول د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم دي. اوسمهال افغانستان شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره فعاله اوسپنیزه پټلۍ لري چې له ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره د څلورو بندرونو له لارې نښلول شوې ده. اقتصادي شنونکي باور لري چې دا پروژې کولی شي د ترانزیټ عواید زیات، سوداګري پراخه او د کارموندنې فرصتونه رامنځته کړي.

#افغانستان #ټرانزیټ #اوسپنیزه_پټلۍ #اقتصاد #منځنۍ_اسیا #سویلي_اسیا #سوداګري #پراختیا

Share.