د مرکزي بغلان ښاروالۍ له لوري د راتلونکي اختر د رارسېدو په مناسبت د ښار د پاکوالي او چاپېریالي نظم لپاره د کثافاتو د راټولولو او لېږد ځانګړی بهیر پیل شوی دی.

دغه کمپاین د مرکزي بغلان د ښاروال، قاري لطف الله عبیده په هدایت او د تنظیف مدیریت په همغږۍ روان دی، چې موخه یې د ښار پاک ساتل او ښاریانو ته د سالم چاپېریال برابرول دي.

د پاککارۍ چارې د پښتونستان چوک، رئیس ګل جان جومات، پاچاخیلو او یو شمېر نورو سیمو کې په جدي ډول پیل شوې دي. د تنظیف کارکوونکي هڅه کوي څو د اختر تر رارسېدو وړاندې له ښاره کثافات راټول او ټاکلو ځایونو ته ولېږدوي.

ښاروالۍ له ښاریانو هم غوښتنه کړې چې د ښار د پاکوالي په ساتنه کې همکاري وکړي او کثافات پر سړکونو، ویالو او عامه ځایونو کې ونه غورځوي. مسؤلین وایي، د ښار پاک ساتل یوازې د ښاروالۍ مسؤلیت نه، بلکې د ټولو اوسېدونکو ګډ مسؤلیت دی.

یو شمېر اوسېدونکو د ښاروالۍ دغه اقدام مثبت بللی او وایي، که د پاککارۍ دغه بهیر دوام ومومي او خلک هم ورسره همکاري وکړي، نو ښار به لا پاک، منظم او ښکلی شي.

#مرکزي_بغلان #ښاروالۍ #پاکاري #اختر #چاپېریال #ښار_پاکوالی #Baghlan #EidPreparations

Share.