د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر چتر لاندې ۳۰ تنه ځوانان د درې میاشتنۍ روزنې وروسته د انلاین سوداګرۍ یا فریلانسینګ له پروګرامه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، دغه روزنیز پروګرام د دې لپاره جوړ شوی و، څو ځوانان له عصري مهارتونو سره بلد او د کار بازار ته چمتو شي.

د پروګرام استادانو يادونه وکړه چې، ددې پروګرام یو شمېر ګډونوالو لا دمخه د انلاین کارونو پروژې ترلاسه کړې دي.

فارغو شویو ځوانانو هم د فراغت تصدیق‌لیکونو ترلاسه کولو پر مهال د ورته پروګرامونو ددوام غوښتنه وکړه.

#کندز #فریلانسینګ #ځوانان #انلاین_سوداګري #افغانستان #تعلیم

Share.