د ازبکستان د کوچنیو صنایع د پراختیا ادارې وزیر ناظم جان خالمرادوف کندز ته د خپل سفر په ترڅ کې د امارتي شرکت سپینزر له رهبري سره د لیدنې پر مهال د دغه شرکت له تولیدي برخو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د کندز والي مولوي نصرالله مطیع، د بهرنیو اړیکو مسؤل او یو شمېر سوداګرو هم ګډون درلود. د سپینزر شرکت د تولیدي ظرفیتونو، په ځانګړي ډول د پنبې د پروسس او بستهبندۍ په اړه معلومات وړاندې شول.
دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د پانګونې د جلب او د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
په پای کې مېلمنو د سپینزر شرکت له تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه او د تولیداتو کیفیت یې وستایه.
#کندز #ازبکستان #سپین_زر #سوداګري #پانګونه #افغانستان
