د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د تورخم قرنطین مدیریت کارکوونکو له پاکستانه افغانستان ته په قاچاقي ډول راوړل کېدونکې ۷۰ کیلو ګرامه «ام» مېوه نیولې ده. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مېوه د افغان کډوالو په موټرو کې هېواد ته د غیرقانوني لارو څخه راوړل کېدله. د ننګرهار د کرنې رییس، عبدالستار محمد ویلي چې د پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د بندښت له امله هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې کرنیز او نور محصولات په غیرقانوني ډول هېواد ته وارد کړي.
#تورخم #ننګرهار #قاچاق #ام #کرنه #افغانستان #پاکستان
