د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په درشل کې، د کندوز ولایت امنیتي او کشفي ادارو د ولسونو د هوساینې، ډاډمن امنیت او د اختر د شپو او ورځو د ارامې فضا د تأمین په موخه پراخ او ګډ امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند، جمعه‌الدین خاکسار، وایي چې د امنیه قومندانۍ، ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندانۍ او د استخباراتو ریاست ترمنځ په نږدې همغږۍ او ګډو هڅو یو هر اړخیز امنیتي پلان جوړ او عملي شوی، څو د ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د اختر مراسم په بشپړ امنیت او آرامۍ سره ترسره شي.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو د ښارونو، بازارونو، جوماتونو، تفریحي سیمو او نورو عامه ځایونو د امنیت د ټینګښت لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي. هغه زیاته کړه چې د یاد پلان له مخې به امنیتي ځواکونه د اختر تر پایه په بشپړ چمتووالي سره خپلو دندو ته دوام ورکوي.

خاکسار د کندوز درانه ولس ته ډاډ ورکوي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د نه‌ستړې کېدونکو هلو ځلو په برکت به خلک وکولای شي د اختر شپې او ورځې په ارامه، خوندي او ډاډمنه فضا کې له خپلو کورنیو او خپلوانو سره ولمانځي.

بل لور ته د کندوز اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه کوي او وایي چې د امنیت ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو شپه او ورځ خدمتونه د قدر وړ دي.

#کندوز #لوی_اختر #امنیت #امنیتی_ځواکونه #اختر_مبارک #د_کندوز_امن #ګډ_امنیتي_تدابیر #افغانستان

Share.