بلخ کې د بوټ جوړولو کارخونو مسوولین وایي، د دغه ولایت فعالې کارخونې په کافي اندازه تولید لري او کولی شي د ټول هېواد د بوټانو اړتیا پوره کړي. دوی زیاتوي، د افغانستان د بوټانو لپاره د صادراتو مناسب بازارونه ایران، ازبکستان، تاجکستان او سعودي عربستان دي. د یادو فابریکو مسوولین له حکومته غواړي چې د صادراتو لپاره ورته اسانتیاوې برابرې شي. د بلخ د صنایعو او کانونو خونې رییس امام‌الدین سنایي‌زاده ویلي، دوی د بوټانو، څپلیو او پلاستیکي تولیداتو برخه کې پر ځان بسیا شوي دي.

#بلخ #افغانستان #بوټان #صادرات #صنعت #تولیدات #اقتصاد_افغانستان

Share.