په د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو له زیاتوالي سره تر اوسه ۱۷۶ زره راستانه شوي کډوال د کاري فرصتونو د برابرولو په کمېټه کې ثبت شوي دي. د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې په خصوصي سکتور کې شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

راستانه شوي کډوال د کار، ځمکې او دایمي استوګنځي غوښتنه کوي او وایي چې د ژوند د بیا پیل لپاره مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر نور د کار کمښت او د بیا ادغام ستونزې خپلې لویې ننګونې بولي.

#افغانستان #کډوال #پاکستان #بیرته_راستنیدل #کار #بیکاري #اقتصاد #د_کار_وزارت

Share.