د پنجشېر ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د لوی اختر د رخصتیو پر مهال شاوخوا ۹۰ زره کورني سیلانیان یاد ولایت ته ورغلي او د اختر ورځې یې د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې تېرې کړې دي. د چارواکو په وینا، پنجشېر د خپلو شنو منظرو، سیندونو او طبیعي ښکلاوو له امله د هېواد له مهمو سیاحتي ځایونو څخه ګڼل کېږي. د پنجشېر د والي ویاند، سیف‌الدین لټون ویلي چې د امنیت ښه‌والی او د ادارو همغږي د سیلانیانو د شمېر په زیاتېدو کې مهم رول لري.

#پنجشېر #سیاحت #لوی_اختر #کورني_سیلانیان #طبیعي_ښکلا #افغانستان #ګرځندوی #شنې_منظرې #سیندونه #سیف_الدین_لټون

Share.