د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې په دغه ولایت کې هره ورځ شاوخوا ۸۰ ټنه تازه شیدې تولیدېږي او تر پروسس وروسته بازار ته وړاندې کېږي. د یاد ریاست په وینا، دا شیدې په ۱۰ د لبنیاتو پروسس فابریکو کې تولیدېږي او د ولایت په کچه پر نږدې ۱۸۰ هټیو وېشل کېږي. د لبنیاتو د پراختیا مسوول محمد صابر اماني ویلي چې په وروستیو کلونو کې د مالدارۍ د پراختیا له امله په هرات کې د شیدو او لبنیاتو تولید زیات شوی دی. بل لوري ته، د هرات د لبنیاتو ټولنې مشر عبدالرحیم عثماني ټینګار کړی چې له مالدارانو ملاتړ، د لبنیاتو د بیو تنظیم او اړینې پاملرنې سره د دغه سکټور د لا پراختیا لپاره ښه زمینه برابریږي.
#هرات #شیدې #لبنیات #مالداري #کرنه #افغانستان #اقتصاد #تولیدات #لبنیاتو_صنعت #ځايي_تولیدات
