په بغلان ولایت کې یوه سوداګر د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې د څپلیو د تولید یوه کارخونه جوړه کړې، چې شاوخوا ۷۰ کسانو ته یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.
د کارخونې مسوولین وایي، تولید شوي توکي یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول کېږي او که لازم ملاتړ ورسره وشي، د تولید کچه به نوره هم لوړه کړي.
دوی له حکومت څخه د مناسب ځای برابرولو، مالیاتي اسانتیاوو او د کورنیو تولیدوونکو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
په دغه کارخونه کې کارکوونکي وایي، د ورته فابریکو جوړېدل د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او پر وارداتي توکو د هېواد د تکیې په کمولو کې مهم رول لري.
#افغانستان #بغلان #کورني_تولیدات #پانګونه #کاري_فرصتونه #صنعت
