د ازموینو عمومي ادارې ویلي، چې سبا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور د درېیم پړاو ازموینې بهیر پیلېږي. د دې ادارې ویاند ناصرخان شېرزي ویلي، چې دا ازموینه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو د کابل پوهنتون په انګړ کې واخیستل شي. هغه زیاته کړې، چې د دیني مدرسو، د شپې پوهنځیو او ځانګړي کانکور (څوارلسم پاسانو) هغه داوطلبان، چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور په څلورم پړاو کې تنظیم شوي؛ د غبرګولي پر ۲۲مه به په کابل کې ازموینه ورکړي.
#کانکور۱۴۰۵ #کابل #کانکور #لوړې_زدکړې #ازموینې #افغانستان #ښوونه_او_روزنه #Kankor1405 #Kabul #EducationAfghanistan
