له افغانستان سره د لارو تړلي پاتې کېدو او د منځني ختیځ د کړکېچ له امله د پاکستان سوداګرۍ او ټرانزیټ سکټور ته له ۱.۴ مېلیارد ډالرو ډېر زیان اوښتی دی. پاکستاني چارواکو ویلي، یوازې د افغانستان د لارو بندېدو له کبله شاوخوا ۸۰۵ میلیونه ډالره زیان ثبت شوی او صادرات سخت راکم شوي دي. د راپور له مخې، د افغانستان له لارې صادرات له ۸۱۸ میلیونه ډالرو ۸۵ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي او تر ۷ زره او ۵۰۰ ډېر کانټینرونه بند پاتې دي. همدارنګه د منځنۍ اسیا لپاره د ټرانزیټ عواید په بشپړه توګه درېدلي او د خلیج بازارونو ته صادرات هم اغېزمن شوي دي.

#افغانستان #پاکستان #سوداګري #ټرانزیټ #اقتصاد #صادرات #منځنۍ_اسیا #منځنی_ختیځ #Afghanistan #Pakistan #Trade #Transit #Economy

Share.