د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د هغه هېواد د ترانسپورټ وزارت او د اوسپنې پټلۍ ادارې له مسوولینو سره د ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د ترانزیټي اسانتیاوو، ترانسپورټي همکارۍ، لوژستیکي بنسټونو د پراختیا او د افغان سوداګرو او صادروونکو د ستونزو د حل پر لارو چارو بحث شوی دی. سرچینې زیاته کړې، چې دواړو لورو د سوداګریزو لارو د ښهوالي، د ترانزیټي خنډونو د کمولو او د صادراتو د بهیر د چټکولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
#افغانستان #ازبکستان #ترانزیټ #سوداګري #پانګونه #ترانسپورت #لوژستیک #صادرات #اقتصاد #همکاري #د_سوداګرۍ_خونه #سیمهایز_همکاري
