د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کاسا-۱۰۰۰ پروژې عملي چارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په درېیو فازونو کې په چټکۍ سره دوام لري. د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لري او د منځنۍ اسیا برېښنا د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته انتقالوي. برېښنا شرکت زیاتوي چې د پروژې درې واړه فازونه د هېواد له شمال څخه تر ختیځو سیمو او تورخم پورې غځېدلي او د برېښنا د لېږد سلګونه پایې پکې شاملې دي. د چارواکو په وینا، د پروژې له بشپړېدو وروسته به افغانستان هر کال شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کړي. کاسا-۱۰۰۰ د سیمې له مهمو انرژۍ پروژو څخه ګڼل کېږي چې د اقتصادي همکاریو او سیمهییز اتصال په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.
#کاسا1000 #افغانستان #برېښنا #انرژي #برېښنا_شرکت #اقتصادي_پرمختګ #سیمهییزه_همکاري #زیربنا #منځنۍ_اسیا #افغانستان_خبرونه
