د کندز ښاروالۍ مسؤولین وایي چې د ښار د پراختیا او خدماتو د ښه والي په موخه د ۱۱ سړکونو د کانکرېټ کولو او د دواړو غاړو د ویالو جوړولو لویه پروژه په منظم ډول روانه ده.

د مسؤولینو په وینا، دغه پروژه د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا، د ترافیکي ستونزو د کمولو او د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په هدف تطبیقېږي.

د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په چوکاټ کې د څو سړکونو کار تر دې دمه بشپړ شوی او د شپږم سړک د بشپړېدو سره به پاتې برخې هم د پلان له مخې په دوامداره توګه تکمیل شي.

مسؤولین زیاتوي چې د پروژې د کار کیفیت او معیارونو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او هڅه روانه ده چې د ټاکلي وخت له مخې یې چارې بشپړې شي، څو د کندز ښار د ترانسپورتي شبکې وضعیت لا ښه شي او خلکو ته باکیفیته خدمات وړاندې شي

#کندز #کندز_ښاروالۍ #ښاري_پراختیا #کانکرېټي_سړک #زیربناوې

Share.