د کندز برېښنا ریاست وایي، د چهاردرې ولسوالۍ د برېښنا شبکې د عصري کولو او معیاري کولو پروژه په عملي ډول پیل شوې ده.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د دې پروژې پر بنسټ به ټوله موجوده شبکه له پخوانۍ ۶ کېلوولټه شبکې څخه ۲۰ کېلوولټه معیاري شبکې ته واړول شي. په پروژه کې د نوې برېښنايي شبکې غځول، د پایو، صندوقونو، ترانسفارمرونو او نورو اړینو تجهیزاتو نصب شامل دي.

مسوولین وایي، د اوسني زړې شبکې له امله د برېښنا کمزوری جریان او پرله‌پسې تخنیکي ستونزې د خلکو له مهمو شکایتونو څخه وې، خو تمه ده چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به زرګونه پېرېدونکي له باوري او دوامدارې برېښنا څخه برخمن شي.

د کندز برېښنا ریاست زیاته کړې چې دغه پروژه د ریاست د رهبرۍ د دوامداره هڅو او د افغانستان برېښنا شرکت له منظورۍ وروسته پیل شوې ده.

#کندز #چهاردره #برېښنا #معیاري_شبکه #پرمختیایي_پروژې #افغانستان #انرژي #Kunduz

Share.