د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر خاورې برید کړی او د هېواد فضایي حریم یې نقض کړی دی.
مجاهد نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۰مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان پوځ تېره شپه د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو وروستیو بریدونو کې ۱۳ کسان شهیدان شوي چې ۱۱ یې ماشومان دي. همداراز ۱۴ ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند د پاکستان دغه بریدونه د بشریت ضد جرم بللي او په کلکو ټکو یې غندلي دي. تراوسه د پاکستان حکومت او پوځ د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
اسلامي امارت ټینګار کړی چې د افغانستان پر خاوره هر ډول برید او د هېواد د حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی.
#افغانستان #پاکستان #کونړ #خوست #پکتیکا #حریم_هوایی #امنیت #خبر_فوری
