د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دایمي مېشتېدو او د ځمکو د وېش کمېټې د ننګرهار، سمنګان، هلمند، نیمروز او فاریاب ولایتونو ۷۷۳ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشلې دي. د کور او ښار جوړولو وزارت د مالوماتو له مخې، د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدو په موخه د ځمکو د وېش بهیر روان دی او یوازې د تېرې ورځې په لړ کې سلګونو کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي. یاد وزارت وایي، تر اوسه ټولټال ۴۲ زره او ۶۱۴ د استوګنې نمرې راستنېدونکو کورنیو ته وېشل شوې دي او دا بهیر به په چټک او منظم ډول دوام ولري.
#افغانستان #کډوال #راستنېدونکي #ننګرهار #سمنګان #هلمند #نیمروز #فاریاب #کورونه #ځمکه
