د معیار او کیفیت ادارې ویلي چې د حیرتان بندر له لارې وارد شوي ۱۱ واګونه غیرمعیاري سمنټ بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوي دي.
د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه اقدام د بېکیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي په موخه ترسره شوی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۷۴۸ ټنه سمنټو دا بار د اړینو لابراتواري ازموینو وروسته د هېواد له معیارونو او کیفیتي شرایطو سره د نه مطابقت له امله غیرمعیاري وپېژندل شو او د بازارونو د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه.
مسوولان وایي چې د معیار او کیفیت اداره په دوامداره توګه د وارداتي توکو څارنه کوي څو بېکیفیته مواد بازار ته داخل نه شي. د دوی په وینا، دا ډول اقدامات د مصرفوونکو د خوندیتوب، د کیفیت د لوړولو او د خلکو د باور د ساتلو لپاره ترسره کېږي.
د یادې ادارې په ټینګار سره ویل شوي چې د کیفیت د کنټرول لړۍ به لا نوره هم پیاوړې شي او له ټولو واردوونکو غوښتنه شوې چې د هېواد ټاکل شوي معیارونه په پام کې ونیسي.
#حیرتان #سمنټ #معیار_او_کیفیت #افغانستان #واردات #کیفیت_کنټرول #بازار #تجارت
