د کندوز سپینزر دولتي شرکت مسوولین وایي چې د پخلنځي رول او کاغذي دستمالونو تولیدات یې ۶۰ سلنه زیات کړي دي. د یاد شرکت په وینا، دغه تولیدات کابل او د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او د شمالختیځو ولایتونو د بازارونو اړتیاوې یې تر ډېره پوره کړې دي. مسوولین وایي چې د تولیدي ماشینونو ظرفیت لوړ شوی او اوس د بازار اړتیاوو ته په کتو تولیدات ترسره کېږي. په ورته وخت کې هېوادوال د کورنیو تولیداتو ملاتړ مهم بولي او وایي چې دا کار به پر بهرنیو وارداتو تکیه کمه کړي.
#کندوز #سپینزر #کورنيتولیدات #صنعت #اقتصاد #افغانستان #کاغذيدستمالونه #پخلنځيرول #بازار #واردات
