د دوو ازبکستاني شرکتونو استازو د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستیال عبدالرحمن قانت سره په کتنه کې د افغانستان د سرو زرو او مسو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده. کانونو وزارت ویلي، د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو د جذب لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه به د کانونو د قراردادونو، استخراج او پروسس په تړاو ګډې تخنیکي ناستې ترسره کړي. د یاد وزارت په وینا، د دغو پانګونو موخه د کانونو د سکټور پراختیا، د اقتصادي ودې پیاوړتیا او هېواد ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

#افغانستان #کانونه #پانګونه #سروزر #مسو #ازبکستان #اقتصادي_وده #کاري_فرصتونه #کانونو_وزارت #استخراج_کانونه

Share.