د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، د اذربایجان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د عمل‌محوره، فرصت‌محوره او همکارۍ‌محوره تګلارې پر بنسټ د پخوا پر پرتله نورې هم پیاوړې او پراخې شوي.

هغه نن سه‌شنبه کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو غونډه کې ټینګار وکړ چې افغانستان له سیمې سره د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او سیاسي همکاریو د پراختیا لپاره ژمن دی او هڅه کوي له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ لا پراخې کړي.

هغه وویل، افغانستان له منځنۍ اسیا سره د ژورو دیني او جغرافیایي اړیکو، ګډ برخلیک او اقتصادي فرصتونو په لرلو باور لري.

امیرخان متقي زیاته کړه چې د سیمې د ټولو هېوادونو باثباته، هوسا او خوندي راتلونکی یوازې د همکارۍ، متقابل باور، سیمه‌ییز پیوستون او د ګډو ګټو د ګډ درک له لارې تامینېدی شي.

د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وايي، هیله لري چې کابل کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو غونډه سیمه کې د څېړنیزو همکاریو د نوي پړاو پیل وي او د علمي خبرو د پیاوړتیا، د نظریاتو د تبادلې، د ګډې پوهې د تولید او د همکاریو د نوو فرصتونو د پېژندنې له لارې د سیمې د راتلونکې لپاره لا روښانه تګلارې رامنځته کړي.

#امیرخان_متقي #افغانستان #منځنۍ_اسیا #اذربایجان #سیمه_ییزه_همکاري #اقتصادي_اړیکې #سوداګري #ترانزیټ #ډیپلوماسي #کابل

Share.