د احصايې او معلوماتو اداره وایي، چې  د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۸ زره او ۵۶۰ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی. یادې ادارې زیاته کړې، ثبت شوي ارقام ښیي چې په دغه موده کې د ۱۹۱ ښځینه‌وو په ګډون۴ زره او ۵۶۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۲۱ ښځینه‌وو په ګډون، ۳ زره او ۹۹۲ نور له هېواده وتلي دي. بل خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې، ۴ زره او ۵۰۳ کسان د ځمکنیو بندرونو  او ۶۵ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۶۰۹ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

#افغانستان #احصایه #بهرني_وګړي #سفر #هوايي_ډګرونه #ځمکني_بندرونه #ګرځندوی #تازه_خبرونه

Share.