د افغانستان برېښنا شرکت رییس، عبدالحق همکار، د ماهیپر برېښنا بند د لومړي توربین د رغونې پروژې د قراردادي شرکت مسوول ګنای کوسه سره کتلي او د پروژې د پرمختګ، تخنیکي چارو او راتلونکو اقداماتو په اړه یې خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د قراردادي شرکت مسوول ویلي، چمتو دي چې د ماهیپر برېښنا بند د لومړي توربین د برېښنا تولید ظرفیت له ۲۲ مېګاواټو څخه ۲۶ مېګاواټو ته لوړ کړي، څو د برېښنا تولید کچه زیاته شي. بلخوا، ملا عبدالحق همکار د توربین د ظرفیت لوړول یوه مهمه تخنیکي موضوع بللې او ټینګار یې کړی چې په دې اړه به د ټولو تخنیکي اړخونو له بشپړې ارزونې، دقیقې سنجونې او د اړوندو متخصصینو له تایید او موافقې وروسته وروستۍ پرېکړه وشي.

#افغانستان #برېښنا #ماهیپر_بند #برېښنا_تولید #انرژي #پراختیا

Share.