په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۹۷ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۷۹۷ زره ۴۸۲ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۲۵۱۷ ټنه توکي صادر شوي. سرچینې لیکلي، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې صادرات او واردات زیاتېږي، هماغه اندازه د کارموندنې فرصتونه رامنځته کېږي، ملي عواید لوړېږي او د اقتصادي ثبات، پراختیا او ځان‌بسیاینې پر لور لار هوارېږي.

#اوسپنې_پټلۍ #انتقالات #صادرات #واردات #افغانستان #اقتصاد #کارموندنه #ملي_عواید #پراختیا #ځان_بسیاینه

Share.