د هرات د بهرنیو اړیکو په دفتر کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه غونډه شوې چې پکې د هرات والي، د سیمې هېوادونو استازو او د نړیوالو بنسټونو مسوولینو پکې ګډون کړی و. د هرات والي مولانا اسلام‌جار ویلي، ډېر ژر به له ترکمنستان سره د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شي. د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو ویلي چې دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۱۳۵۰ فابریکې فعالیت کوي. د دوی په وینا، له هرات څخه ۱۱۵ شرکتونه خپل تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادروي.

#هرات #کورني_تولیدات #ترکمنستان #صنعت #پانګونه #صادرات #افغانستان #خبرونه

Share.