د بغلان د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د کرکر په سیمه کې یې له ۹۳ زره کیلوګرامه څخه زیات بېلابېل نشهيي توکي سوځول شوي دي. د یادې قوماندانۍ ویاند شېراحمد برهاني ویلي، دغه نشهيي توکي په تېرو ۵کلونو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي وو. د هغه په وینا، په سوځول شویو توکو کې ۵۵ زره او ۷۸۳ کیلو چرس، ۲ زره او ۲۴۷ کیلو تاریاک، ۴ زره او ۳۶۱ کیلو شیشه، ۲ زره او ۳۰۹ کیلو هیروین، ۲ زره او ۱۹۵ لیټره شراب، ۴۹۲ کیلو تخمیر شوي ممیز او ۲۷ زره او ۸۶۴ د ټراماډول ګولۍ شاملې دي.
#بغلان #پلخمري #نشه_يي_توکي #امنیت #چرس #هیروین #شیشه #تاریاک #مبارزه_له_نشه_يي_توکو #افغانستان
