د صنعت او کانونو پنځم ملي نندارتون په درېیمه ورځ کې د ننګرهار د وادي کرنیز شرکت د زیتونو تولیدات او د نجارۍ لرګین توکي نندارې ته وړاندې شوي دي. د یاد ریاست په وینا، په دې ملي او نړیوال نندارتون کې ټولې ۳۶۵ غرفې د هېواد د بېلابېلو اقتصادي او صنعتي سکټورونو کورني تولیدات او صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې کوي، څو د کورني تولید د پېژندنې او بازارموندنې لپاره زمینه برابره شي. د یاد ریاست په خبره، دا نندارتون به د روانې میاشتې تر شپاړسمې نېټې پورې به دوام وکړي. دغه نندارتون ته یو شمېر بهرني پانګوال هم راغلي دي.
#افغانستان #صنعت #ننګرهار #زیتون #تولیدات_کورني #نندارتون #پانګونه
