د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د کورونو کرایې په بېساري ډول لوړې شوې دي چې د دوی اقتصادي ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. کابل مېشتي وایي چې د کرایو د لوړوالي له امله د دوی میاشتني لګښتونه ډېر شوي او د کور موندل ورځ تر بلې سختېږي. دوی نیوکه کوي چې د کورونو مالکان په خپله خوښه کرایې لوړوي. کابل ښاریان د ا.ا له مسوولینو غواړي چې دا ستونزه جدي تعقیب کړي، څو د سرغړونو مخه ونیول شي. کارپوهان د پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالی د کرایو د لوړوالي له مهمو لاملونو څخه ګڼي.
#کابل #کور_کرایه #افغانستان #اقتصاد #کډوال #د_ژوند_لګښت #ښاري_ستونزې
